ټولنه

په نیمروز کې پر دېوالونو د شعارونو کښل پيل شول

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
په نیمروز کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت د زرنج ښار پر یو شمېر دېوالونو د شعارونو کښل پيل کړل.
ځايي مسوولین وايي چې د اسلامي امارت د نظام او ښاریانو ته د امنیت، اقتصاد او ښوونې په برخه کې پر دېوالونو د شعارونو کښل پيل شوي دي.
د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ سرپرست رییس مفتي حبیب الله “الهام” او د ده مرستیال مولوي عبدالستار “خادم الحق” وايي چې پر دېوالانو ځکه شعارونه کښل کېږي چې د نیمروز ولس د افغانستان اسلامي امارت په اړه سم معلومات ترلاسه کړي، له ګنګوسیو مخنیوی وشي او په آرام چاپېریال کې ژوند وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته