کابل / د سلواغې ۶ مه / باختر
د نیمروز د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې ۶۰۰ روږي راټول کړي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ دغه روږدي په تېرو ۲۴ ساعتو کې راټول شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د نیمروز د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یې څلور تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي. ن/ر
3 د یوې دقیقې څخه لږ