امنیت

په هرات کې۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
لس تنه په هرات کې د جنایي جرمونو په اړوند ونیول شول.
پولیس وایي چې دغه کسان په غلا، انسان تښتونې، وژنې او د نشه یي توکو په قاچاقو تورن دي.
دغه کسان په وروستيو ۲۴ ساعتونو کې د هرات له مرکز او یوشمېر ولسوالیو څخه د موټرو د پلټنې او عملیاتو په بهیر کې ونیول شول.
د هرات پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له نیول شویوکسانو څخه نشه یي توکي، غلا شوي مالونه او څوجنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته