ټولنه

په هرات کې ترافيکي پيښې زياتې شوې دي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
په هرات ولايت کې په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د ترافيکي پيښې له امله ٢١ تنه ټپيان شوي دي.
د هرات ښار په مرکزي روغتون کې د ثبت شويو شمېرنو له مخې: د دغو پيښو زياتره ټپيان موټرسايکل سپاره ځوانان دي .
د هرات ښار د مرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي د دغو پيښو د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
سره له دې چې په هرات کې د ترافيکي پيښو شمېر د ګاونډيو ولايتونو په نسبت زيات دى؛ خو کال په کال دغه شمېر د ژمي په موسم کې زياتيږي.
په  واټونو او لاروکې ښويدل او له بله پلوه د موټر چلوونکو بې ځايه ګړندي تګ هغه عوامل دي چې د دغو پيښو سبب کيږي.
شيرزى وايي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دترافيکي پيښو له امله په ټپيانو کې ښځو او ماشومان هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته