خبرونهټولنه

په هرات کې ترافیکي پېښې ۲۶ تنه ټپیان کړل

۷- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په هرات کې په ترافیکي پېښه کې یو تن ووژل شو او ۲۶ تنه نور ټپیان شول.
د پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ پېښه تېره شپه په هرات – قندهار لویه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو مسافروړنکی بس له ټریلري موټر سره ټکر وکړ.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وویل چې په پېښه کې یو تن ووژل شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه نور ټپیان شول.
هغه د دغې ترافیکي پېښې علت د موټر د چلوونکو بې احتیاطي وبلله.
په همدې حال کې د هرات په مرکزي روغتون کې ډاکټرانو د پېښې د ۶ ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته