ټولنه

په هرات کې د”ورلد ويژن” مرستې رسولو موسسې په فعاليت پيل وکړ

کابل/ د تلې ٣ / باختر
د هرات د والي مرستيال مولوي شيراحمد عمارمهاجر نن په افغانستان کې د
” ورلدويژن ” نړيوال دفتر له رييس سره وکتل.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د “ورلدويژن” نړيوال دفتررييس اسونتاچارلس، د هرات د والي مرستيال ته د روغتيا، کرنې او د څښاک اوبو په برخو کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او بشر دوستانه ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.
دهرات د والي مرستيال د”ورلدويژن” نړيوالې موسسې د فعاليتونو د قدردانۍ ترڅنګ د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته