ټولنه

په هرات کې د ترکمنستان برېښنا د نښلولو لپاره هلې ځلې دوام لري

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د بيا نښلولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دوه ورځې مخکې هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا بهير غوڅ شوى او فني کارکوونکو تېره شپه تشخيص کړ چې د بغرجر بند په لوړو سيمو کې يو لين شلېدلى دى.
د هرات برېښنا رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې فني کارکوونکي هلې ځلې کوي د دغه مزي په ترميم سره هرات ته د ترکمسنتان وارداتي برېښنا بيا ونښلوي.
هغه ساحه چې د ترکمسنتان وارداتي برېښنا مزى پکې شلېدلى دى، ډېره سړه ده او سخته لاره لري.
د دغه وارداتي لين په شلېدو سره د هرات زيات خلک له برېښنا خخه بې برخې شوي دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته