خبرونهفرهنګ

په هرات کې د سولې کتاب نندارتون جوړ شو

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د سولې کتاب نندارتون نن په هرات ښار کې جوړ شو.
دغه نندارتون د قدس خپرونې بنسټ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ په هېواد کې د سولې بهير په ملاتړ جوړ کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې دغه نندارتون به د ۱۰ ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانیستی وي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر آمر احمد جاوېد ضرغام وايي په دې نندارتون کې د کورنيو او بهرنيو ليکوالانو نوي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ضرغام د څرګندونوله مخې؛ په دغه نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې څه ناڅه ۲۰ زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
ضرغام دغه نندارتون د کتاب مينه والو ته يو ښه فرصت بولي او وايي خلک کولاى شي نوي کتابونه په مناسبه بيه له دغه نندارتون څخه ترلاسه کړي.
دغه نندارتون د هرات د عامه کتابتون په علامه سلجوقي سالون کې جوړ شوى دى.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته