ټولنه

په هرات کې د غالیو په یو پلورنځي کې اورلګېدنه

کابل / د مرغومي / ۲۹ / باختر
په هرات کې د غالیو په یو پلورنځي کې اورلګېدلی دی.
د را رسېدلو خبرونوله مخې، اور تېره شپه له دغه پلورنځي څخه چې د هرات ښارد جامع جومات په واټ کې شتون لري ولګېد او په پای کې ټول پلورنځي اور واخیست .
تراوسه د دغې اور لګېدنې علت روښانه شوې نه ده.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني باخترآژانس ته وویل چې د اور وژنې ټیم وکولای شول اور مړ کړي چې ګاوندیو پلورنځیواو تاسیساتوته د خپرېدومخه يې ونیسي.
په دې اورلګېدنه کې د دغه پلورنځي په لسګونوتختې غالیو او فرشونو اور اخیستی دی.
تراوسه په دې پلورنځي کې د آوښتو زیانونو شمېرنه دی روښانه شوی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته