اقتصاد

په هرات کې د غنمو نږدې ۶۰۰ نمایشي کروندې جوړېږي

۱۶- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د غنمو د نږدې ۶۰۰ نمایشي کروندو د جوړولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د دویم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام له لارې سږکال په هرات د غنمو ۵۹۵ نمایشي کروندې جوړوي.
هره کرونده په یوه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې موخه یې د بزګرانو د پوهاوي کچې لوړول او د بزګرانو د حاصلاتو زیاتېدل دي.
د دغو نمایشي کروندو د جوړولو لپاره په د انجیل، ګذرې، کرخ، زنده جان، غوریانو، رباط سنګي، پښتون زرغون او شينډند ولسوالیو کې پر ۵۹۵ بزګرانو نږدې څلور زره کیلوګرامه اصلاح شوي غنم وېشل شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته