ورزش

په هرات کې د فوټبال سيالۍ؛ د تورغونډۍ لوبډلې زنده جان ته ماتې ورکړه

۳۱- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د هرات د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالیو په دوام نن د تورغنډۍ لوبډلې د هرات د زنده جان ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د هرات د ورزشي ادارې فنی مدیر ضیاالحق ضیا نن رسنيو ته وویل چې دغه سیالۍ د لوبغاړو د هڅونې او د فوټبال په غوره لیګ کې د غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره پیل شوې دي.
د ضیا د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیالیو کې د شینډنډ، کرخ، زنده جان، شهرک، تورغنډۍ، ګلران، کهسان او ګذرې لوبډلو ګډون کړی دی.
د هرات د ورزش ادارې چارواکي وايي چې تراوسه ٩ لوبې شوې چې لومړى پړاو به یې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
تمه ده په اوونۍ کې له هرې لوبډلې ٢ مخکښ ټیمونه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته