خبرونهامنیت

په هرات کې د يولړچاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په هرات کې د ٣٠ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يو لړچاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي ځواکونه نن سهار د هرات ښار له عمومي سړک او د يوشمېر ولسواليو له ګڼ ميشتولارو څخه ٣٠ ماينونه کشف اوشنډ کړل.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې د دغو ماينونو په کشف او شنډولو سره په هرات کې د يولړچاودنومخه ونيول شوه.
هغه وويل: خلکو د دغو ماينونوپه کشفولو کې همکاري کړې ده.
د دغو ماينونو د ښخولوپه اړوند څوک نه دى نيول شوي او د ښخ شويو ماينونو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى. خوپوځي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونود ښخولو مسوولين بولي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته