خبرونهاقتصاد

په هرات کې د پستې حاصلات زيات شوي دي

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په هرات کې د پستې حاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د وړاندي شويو شمېرنو له مخې؛ سږکال د هرات د پستې له ځنګلونو څخه ۱۱ زره ټنه پسته ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال څه ناڅه ۱۰ زره ټنه و.
په هرات کې د پستې ١٤ زره هکتاره ځنګلونه شته، زياتره دغه ځنګلونه په کشک کهنه، کشک رباط سنګي او دګلران ولسواليو کې دي.
د هرات د کرنې او اوبولګولو رياست د بڼوالۍ د ترويج مدير ادريس زلال باختر آژانس ته وويل چې د ځنګلونو ترڅنګ د پستې بڼونو جوړول او د بڼوالۍ پر نويو لارو چارو د بڼوالو خپرول په دغه ولايت کې د پستې حاصلاتو د زياتوالي اصلي علتونه دي. د هرات هوا د پستې د ځنګلونو د روزنې لپاره مناسبه بلل شوې ده.
د هرات د کرنې اواوبو لګولو رياست د بڼوالى د ترويج مدير وايي چې په راتلونکي کال کې د هرات په ځينو سيمو کې د پستې لسګونه بڼونه جوړېږي.
هغه وويل چې د دغو بڼونو په جوړېدو سره به په هرات کې د پستې حاصلات تر ۱۵ زرو تنو پورې زيات شي.
د هرات پسته په لوړ کيفيت او خوند سره په کورنيو او نړيوالو بازارونو کې زيات پېرودونکي لري.
په افغانستان کې هرکال څه دپاسه ۵۰ زره ټنه پسته راټولېږي.
د افغانستان پسته د کورنيو بازارونو ترڅنګ نړيوالو بازارونو ته هم صادرېږي.
په افغانستان کې يوه کيلو پسته تر ١٢٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي، خو په نړيوالو بازارونو کې د پستې بيه تر ۵۰ ډالرو پورې ده.
افغانستان هرکال د پستې د صادراتو له پلوه سلګونه میليونه ډالره ترلاسه کوي.
د کروناويروس له خپرېدو وروسته نړيوالو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو کچه راټیټه شوې ده.
د پستې بڼوال هيله لري چې نړيوالو بازارونو ته د دوى د حاصلاتو د صادراتو بهير بيا پيل شي
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته