اقتصاد

په هرات کې د ځمکنیو توتو حاصلاتو زیاتوالی موندلی دی

هرات / د وري / ۳۰/ باختر
په هرات کې د تېر کال په پرتله د ځمکنیو توتانو حاصلاتو زیاتوالی موندلی دی.
د وړاندې شویوارقامو له مخې، په ۱۳۹۹کال کې په هرات کې ١٥٥ ټنه ځمکني توت تولید شوى دی په داسی حال کې چې دغه ارقام په ۱۳۹۸ کال کې ١٤٠ټنو ته رسېدلی وو.
د نویو بڼونو د جوړولو او د کرکیلې د ساحې پراختیا بڼوالو ته د نوي بڼوالۍ د لارو چارو د پوهاوي لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړول په هرات کې د ځمکنیو توتو د زیاتوالي اصلي علتونه دي .
د هرات د کرنۍ ریاست یوه مسوول باختر اژانس ته وویل هلې ځلې کوي چې د نویو بڼونو په جوړولو او د کرکیلې د ساحو په زیاتوالي سره په دغه ولایت کې دغه راز د توتو د تولید کچه لوړه کړي .
د کرنۍ وزارت وایی چې په ټول هېواد کې په تېر کال کې ٢٩٩ ټنه ځمکني توت تولید شوي دي .
دغه وزارت هیله لري په دقیقو پروګرامونو سره په هېواد کې د دغې مېوې د تولید کچه لوړه کړي .
په افغانستان کې تولید شوي ځمکنی توت زیاتره په بومي بازارنو کې پلورل کېږي او لږ نورو هېوادنو ته صادر کېږي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته