روغتیا

په هرات کې د کرونا ویروس مشکوکې پېښې منفي ثبتې شوې

کابل/ د کب ١٢ مه/ باختر   
په هرات ښارکې د کرونا ويروس د يوې مثبتې پېښې له ثبت وروسته، تراوسه کومه بله پېښه نه ده رامنځته شوې او د مشکوکو پېښو نمونې اخيستل شوې چې منفي تثبيتې شوې دي.
د هغو شمېرنو له مخې چې د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولينو خپاره کړي دي؛ تراوسه ٣٤ مشکوکې پېښې څېړلې شوې دي چې يوازې يوه پېښه مثبته وه.
خو د روغتيايي مسوولينو ټينګار پر دې دى چې د ډار او ويرې په کمښت سره دغه ويروس جدي ونيسي او په هېواد کې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه  خپلې روغتيا ساتنې ته پاملرنه وکړي.
پاى ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته