ټولنه

په هرات کې زرګونوکورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندی / ۱۳ / باختر
د احمد شاه فقیري خیریه بنسټ د دویم ځل لپاره په ۶۰۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
په هرات کې د فقیري خیریه بنسټ مسوولین وايي چې په دغو مرستوکې ورجې، غوړي شامل دي چې لومړى برخه يي په هغو ۳۵۰۰ کورنیوچې دایمي کارت لري وېشل کېږي او دویمه برخه یې په هغوکسانوچې نوي سروې شوې دي ووېشل کېږي.
یوشمېرهغو کورنیو چې مرستې ترلاسه کړې دي خوښ دي او له نورو مرستندویو بنسټونوڅخه غواړي چې د ژمي په فصل کې له اړوکورنیوسره مرستې وکړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست مولانا نعیم الحق حقاني په هرات کې له سوداګرو څخه په قدرداني سره وویل چې تل دهرات سوداګرو له اړو کورنیو سره مرستې کړې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته