ټولنه

په هرات کې سلګونو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په هرات کې سلګونو اړو کورنیو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
پر یادو کورنیو د کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او چای ووېشل شول.
د هرات د رسنیو دفتر وایي چې د دوو ورځو په بهیر کې په هرات کې پر څه دپاسه ۶۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شوي دي.
دغه کورنۍ د جګړو، د سېلاوونو د راوتلو او د کروناویروس د خپرېدو له امله زیانمنې شوې دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته