خبرونهامنیت

په هرات کې يو پوځي خپل ١٢ ملګري ووژل

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
په هرات کې په يو نفوذي بريد کې ١٢سيمه یيز پوليسان ووژل شول.
يرغلګر په سيمه یيزو پوليسو کې د وسله والو طالبانو نفوذي کس و او تېره شپه په غوريانو ولسوالۍ کې په خپله قرارګاه کې یې ١٢ سيمه یيز پوليسان ووژل او وروسته په طالبانو ډلې پورې د تړلو افرادو په همکارۍ د یادې قرارګاه وسلې له ځان سره يوړې.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالوحيد ولي زاده له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه.
د يرغلګر پوځي د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته