امنیت

په هرات کې پر پوليسو مرګانى بريد شوى دى .

٣٤- کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
په هرات کې يو پوليس د يرغلګرو په ډزو کې ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ١١ بجو په شاوخواکې د هرات ښار د دانش کوڅې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله يرغلګرو د پوليسو پر يوې پوستې ډزې وکړې.
د هرات يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د يرغلګرو په دې ډزو کې يو پوليس ووژل شو او٢ نور پوليسان ټپيان شول.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې يرغلګرپه تېښتې بريالي شول .
تراوسه د دغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييزخبرځايونه وسله وال طالبان د دغې پېښې عاملين بولي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته