امنیت

په هرات کې څلور تنه د غلا په تړاو ونيول شول

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
په هرات کې څلور تنه د غلا او شوکمارى په اړوند ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان نن سهار کله چې په غلا او شوکمارى بوخت وو، تر پېژندنې وروسته ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه غلا شوي مالونه او وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د هرات يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د نيول شويو کسانو دوسيې ډېر ژر د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته