امنیت

په هرات کې څوکلي دډاراچوونکوله شتون څخه پاک شول

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٠:
دهرات ولايت  په کشک کهنه ولسوالۍ کۍ دامنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې څوکلي  دډاراچوونکوله شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات دضرب ظفر _ ٣٩ په نامه  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره  دکشک کهنه ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې  ترسره شوي و  چې  داتو تنو وسله والو طالبانو دمرګ ژوبله سبب شو.
دهرات ولايت مسوولين وايي  په دغو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد خبريالانو ته وويل ؛ ددغو ګډوعملياتو په بهيرکې   دباتور خاني ، چشمه خافي  ، اوليا ، سفلي  او دحاجي لالا سرخ کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.،
د ٢٠٧  ظفر قول اردو دلومړۍ لوا دلومړي کنډک سرپرست  جګړن فريد احمد چې ددغو عملياتو مشري يې په غاړه درلوده  ددغو عملياتو هدف يې وسله والو  مخالفينو له شتون څخه ددغو سيمو پاکول وبلل:
ويل کيږي  ددغو عملياتوپه بهيرکې څلور  ماينونه هم کشف اوشنډکړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته