امنیت

په نورستان کې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

نورستان/ باختر  دچنګاښ ٢٦
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
  دغو يرغلګرو نن سهار د ډيورنډ له کرښې له راوښتو وروسته غوښتل چې په کامديش ولسوالۍ کې دافغانستان دسرحدي مامورينو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې د دغو پوځيانو په ډزوکې ووژل شول .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  ده وويل چې طالبان نوي له پاکستان څخه  افغانستان ته  راغلي وو او غوښتل يې چې د سرحدي مامورينو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې د دغو پوځيانو  په ډزوکې ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .
  د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ کله ناکله دپوځيانو او وسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو يرغلګروترمنځ د نښتو ډګر دى.
پوځيان وايي چې طالبان په پاکستان کې سمباليږي او په آزادنه ډول د پاکستاني  پوځيانو له قرارګاووڅخه تيريږي او په افغانستان کې په افغان پوځيانو  بريدونه کوي .
   ديوبل خبرله مخې:
په نورستان کې پوځيانو د يولړ چاودنو مخه ونيوله  .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورينو نن سهار د پارون ښار او د وايګل  او کامديش د ولسواليو په لويو لاروکې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
  پوځي مقامات وسله وال طالبان ددغو ناکامو  بريدونو عامل بولي او وايي چې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته