خبرونهامنیت

په هرات کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
په هرات کې د پوځيانو په برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شول.
د رپوټونو له مخې؛ دغه وسله وال طالبان تېره شپه په هرات- اسلام قلعه لویه لاره کې د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له مسافرینو او تجارتي کاروانونو څخه په پیسو اخیستلو بوخت وو، چې ځانګړو ځواکونو پرې برید وکړ.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته