خبرونهامنیت

په هرات کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
شپاړس تنه په هرات کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک ونیول شول.
پولیس وايي چې پر دغو کسانو د غلا، انسان تښتونې، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی.
دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هرات په مرکز او د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د عملیاتو او د موټرو د پلتنې په وخت کې نیول شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له دغو کسانو څخه نشه يي توکي، د کور غلا شوي وسایل او جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته