امنیت

په هلمند کې اووه تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د هدفي وژنو په تړاو په تېرو دوو ورځو کې ۷ بریدګر نیول شوي او دوه نور یې وژل شوي دي.
د هلمند امنیه قومندان ولي جان سرحدي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې اووه ترهګر نیولي او دوه نور یې وژلي دي.
د سرحدي په خبره؛ نیول شویو کسانو له تېرو ۴ کلونو راهیسې په لښکرګاه ښار کې هدفي وژنې کولې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته