ټولنه

په هلمند کې خلک د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل شول

کابل / د وږي ۱۱مه / باختر
دیني عالمانو د هلمند په مارجې، ناوې او د روزګان په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالیو کې د افغان ۲۰ کلن تېري د پای ته رسېدو په ویاړ او د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد روح ته د دعا په مناسبت سترې غونډې جوړې کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په یادو غونډو کې دیني عالمانو د خپلواکۍ پر ارزښت خبرې وکړې او خلک یې د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل او د اسلامي امارت مخکېني مشر ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد روح ته پر دعا سربېره یې د قرآن عظیم الشان ختمونه هم وکړل.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته