امنیت

په هلمند کې درې غله ونیول شول

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د اسلامي امارت امنیتي مسوولینو د هلمند د مرکز لښکر ګاه د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې درې غله نیولي دي.
ځايي مسوولین وايي چې دغو کسانو د مرکز لښکر ګاه په لومړۍ حوزه کې له یوه مارکیټ څخه درمل غلا کړي وو.
په هلمند کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې درې واړه غله یې نیولي او درمل یې هم بېرته ترې ترلاسه کړي دي.
نیول شویو غلو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
\ ن ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته