امنیت

په هلمند کې دکوکنارو دکرکيلي په جرم داوويشتو بزګرانو نيول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٣:

افغان امنيتي ځواکونو په هلمندولايت کې دکمپاين په بهيرکې په لسگونو جريبه ځمکه کرل شوي  کوکنار اړولي دي .

په دغه کمپاين کې څه ناڅه اووه ويشت بزګران چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنارکرلي و نيول شوي دي.

په سنګين ولسوالۍ کې دکرل شويو کوکنارو داړولو کمپاين دچهارشنبې اوپنجشنبې په ورځو دپوليسو اوملي اردو له خوا پيل شوي و.

دهلمندپوليسو دباختر اطﻻعاتي اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي ددغه کمپاين  په بهيرکې دوسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شوي دي خو له طالبانو سره په نښته کې  دسرزيان نه  دى رسيدلى  ، برعکس دطالبانو څونقليه واسطي دهغوى لاسته ورغلي دي.

دهلمندپوليسو وويل، هغوى په دغه کمپاين کې په دې بريالي شول  چې په سنګين ولسوالۍ کې په لسگونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړوي اوهم  اووه ويشت تنه بزګران چې کوکنار يې کرلي و نيولي دي.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوى دى  افغان ځواکونه  به له دې وروسته هم په هلمند ولايت کې دکوکنارو دکرکيلي دويجاړولو لپاره عمليات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته