روغتیا

په هلمند کې د اکسيجن د توليد يوه دستګاه جوړه شوه

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د اکسيجن د توليد يوه دستګاه د ملګروملتوسازمان د ماشومانود ملاتړ مالي صندوق په مرسته په هلمند کې جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ملګروملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړ مالي صندوق نږدې ٤١ مليونوافغانيو په لګښت د اکسيجن دغه توليد دستګاه په هلمند کې جوړه کړې ده .
د هلمند دعامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې دغه دستګاه په يو وخت کې سلو ناروغانوته اکسيجن ورکوي اوپه ٢٤ساعتو کې د٢٠٠بالونونو اکسيجن د توليدظرفيت لري.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې د کرونا يوشمېر ناروغان د اکسيجن دکمښت اونشتوالي له امله مري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته