خبرونهامنیت

په هلمند کې د طالبانو درې جګپوړي قوماندانان ووژل شول

١١- لښکرګاه / د سلوغۍ / ۸ / باختر
د طالبانو د ډلې ٣ جګپوړي قوماندانان په هلمند کې په هوایی برید کې ووژل شول .
ملا عصمت الله ، ملا نعمان او مولوي زرقاوي تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ کې په خپل پټنځای کې راټول شوي وو چې د پوځیانو پر پوستو د بریدونو سازمان دهي وکړي خو هوایی ځواکونو پر دوی برید وکړ.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ یوه جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغه هوایی برید کې د طالبانو ٣ جګپوړي قوماندانان له ٤ افرادو سره یی ووژل شول .
هغه وویل هوایی قوتونو د استخباراتي اطلاعاتو له مخې ، د طالبانو د دغو قوماندانانو د را ټولولو څخه خبر شول او په موقع یی اقدام وکړ.
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته