امنیت

په هلمند کې د طالبانو د بمونو او ماينونو د جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
په هلمند کې د وسله والو طالبانو د ماينونو او بمونو د جوړولو يوه کارخانه د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې له منځه يوړل شوه.
په دغو عملياتو کې د طالبانو د ماين جوړولو څلور ماهران ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو په دې کارخانه کې د ماينونو او بمونو په جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کومانډو ځواکونو په دغوعملياتو کې د ملا قريشي، حميدي،حافظ سيرت او ملاشکيب په نومونو د طالبانو د ماين جوړولو څلور ماهران ووژل شول او د هغوى کارخانه له چاودېدونکو توکو او د ماين جوړولو له وسايلو سره له منځه يوړل شوه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته