امنیت

په هلمند کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
پوځيان وايي چې نن له غرمې مخکې په هلمند کې د ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ یو ځانمرګي یرغلګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک یو پوځي هاموې څخه په استفادې سره، د هلمند په لویه لاره کې د پوځيانو پر یوې قرارګاه برید وکړي، پوځيانو د هوا له لارې پرې برید وکړ.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغه هوايي برید کې ځانمرګی یرغلګر ووژل شو او موټر یې له منځه لاړ.
هغه وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل په دغه برید سره پوځیانو ته د سر زیانونه واړوي، خو بریالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته