ټولنه

په هلمند کې يو تنکۍ ځوان ځان زندۍ کړ

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
په هلمند کې يو تنکۍ ځوان ځان زندۍ کړ.
دغه ځوان د دوشنبې په شپه په لښکرګاه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
د دې تنکي ځوان پلار وايي په نيمه شپه يې پام وشو چې زوی يې ځان زندۍ کړى خو هغه وخت کار پای ته رسېدلی و او زوی يې مړ شوی و.
تر اوسه پورې د دغې ځان وژنې علت نه دى روښان شوى.
د دې کورنۍ ګاونډيان وايي، دغه تنکۍ ځوان له خپل پلار سره له ناندرو وروسته په شپه کې ځان وژنه کړې ده.
د هلمند د والي د رسنيو دفترهم دا پېښه تاييدوي او په دې اړه يې د پوليسو د پلټنو د پيل خبره کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته