امنیت

په هلمند کې ٢٧ تنه د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل/ د کب٢مه/ باختر
اوويشت تنه په هلمند کې د جنايي جرمونو په شک ونيول شول.
پوليس وايي دغه کسان په تېرو٢٤ ساعتو کې د لښکرښار او يو شمير ولسواليو څخه نیول شوي دي.
نيول شوي کسان د غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو پر قاچاقو تورن دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي پوليسو دغه کسان په عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې نيولي دي.
ويل کېږي د نيول شويو کسانو نسبتې دوسيې به ډېر ژرعدلي اوقضايي ارګانونو ته ولېږدول شي. پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته