امنیت

په هلمند کې څلور تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د تلې ۲مه / باختر
د اسلامي امارت مجاهدينو پرون څلور تنه په هلمند کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونيول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت د استخباراتو کارکوونکو دوه تنه د لښکرګاه ښار د نهمې حوزې له مربوطاتو څخه د وسلو د پېرودنې او پلورنې په تور ونيول.
دغه راز د اسلامي امارت مجاهدينو دوه تنه نور چې څو ورځې مخکې يو موټر له هرات څخه غلا کړى او د هلمند ګرشک ولسوالۍ ته یې لېږدولې و، ونيول.
له نيول شويو کسانو څخه غلا شوي موټر او جنګې وسايل ترلاسه شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته