امنیت

په هلمند کې ۱۸کسان د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل / مرغومې ۹ مه / باختر
د هلمند د امنیې قومندانۍ مسوولین د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز، ګرشک، موسی کلا، کجکي، نوزاد او مارجې ولسواليو کې یې ۱۸کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د هلمند امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ یاد کسان د تېرې یوې اوونۍ په موده کې د غلا، غصب او اخلاقي فساد په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته