ټولنه

په هلمند کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل / د تلې ۲۴ مه / باختر
د هلمند د مرکز لښکر ګاه د دوهمې حوزې په مربوطاتو کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د هلمند د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاده مرسته د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو ووېشل شوه چې هرۍ کورنۍ ته ۱۹۵ امریکايي ډالر ورکړل شول.
په ورته وخت کې مرسته شویو کورنیو د نغدي مرستې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه، دوی له اسلامي امارت او ټولو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو څخه د لا زیاتو او دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې یاد بنسټ په هلمند کې له ۴۵۳ نورو اړمنو او جنګ ځپلو کورنیو سره هم ورته نغدي مرسته وکړه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته