امنیت

په هېوادکې٧٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٥ :
د ملي دفاع  وزارت د هېواد په بېلابېلو برخوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د ٧٦ تنو ډاراچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ډار اچوونکي په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په ځينوسيموکې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې چې دهيوادپه بېلابېلو سيمې دوام لري؛ ووژل شول چې په وژل شويوکسانوکې د وسله والوطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان او ٢١ تنه داعشيان هم شامل دي او په  دغو عملياتوکې د هېواد شل تنه دښمنان نيول شوي دي  .
دغه عمليات د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ دکاپيسا، ننګرهار، قندهار، روزګان ، زابل ،فراه ، هرات ، بادغيس ، غور، فارياب، کندز، بلخ، سرپل او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته