TOP

په هېواد کې د تاريخي، تورېستي اوتفريخي ځايونو بیا رغونې لپاره هڅې پیل شوې دي

کابل / د سلواغې ۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د آغاخان بنسټ له آجرائیوي رئیس سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د آغا خان بنسټ آجرائیوي رئیس داکترنجم الدین(نجم) سره د هېواد د يو شمېر تاریخي ،توریستي او تفریحي ځايونو پر بیارغونې خبرې وکړې.
عزیزي وویل چې امنیت په بشپړ ډول تامین دی. هغه د آغا خان بنسټ له مسوولینو هیله وکړه چې خپلې فرهنګي او رغنیزې چارې کړندۍ کړي.
په همدې حال کې د یاد بنسټ مشر ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دګرځندوی برخې ته به پاملرنه ډېره کړي او د یوې ګډې کړنلارې له مخې به ګرځندویانو ته اسانتیاوې برابرې کړې
دواړو لورو ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د یادو چارو عملي پوښښ په موخه پر یوه کړنلاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته