خبرونهاقتصاد

په هېواد کې د غنمو حاصلات ٣٠٠ ټنه زيات شوي دي

۳۷- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي چې سږکال په هېواد کې د غنمو حاصلات ۵،۱ میليونو ټنو ته رسېږي چې د تېرکال په نسبت ٣٠٠ زره ټنه زياتوالي ښيي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په افغانستان کې زيات غنم په ترتيب سره له کندز، هلمند، هرات او قندهار څخه ترلاسه کېږي.
هغه زياته کړه: دغه غنم اوس هم په کال کې زموږ لپاره کفايت نه کوي. افغانستان په کال کې ۶،۴ ملیيونو ټنو غنموته اړتيا لري، خو موږ ۱،۳ میليونو ټنو غنم له اړتيا څخه لږ لرو.
رستمي څرګنده کړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو د ساتنې لپاره ستراتيژيکي زېرمې لري او ۷۰ زره ټنه غنم د طبيعي پېښو لپاره ذخیره لري.
ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته