ټولنه

په هېواد کې د وروستيو پېښو شهيدانو او قربانيانو ته د دعا او ايصال ثواب لپاره د علومو په اکاډمي کې د قرآن عظيم الشان ختم وشو:

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه
د روژې مبارکه مياشت چې  د برکتونو او د قرآن کريم د نزول مياشت ده او (شهرالقران ) يې بولي ، په دې وروستيو کې په دې مبارکه مياشت کې په هېواد کې يو شمېر خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې چې  زموږ ډېر شمېر هېواد وال په کې شهيدان او يا ټپيان شول . له همدې امله نن د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري هيئت ، منسوبينو  او  استادانو  دا وپتېيله چې په دې بابرکته مياشت کې د قران کريم ختم وکړي ، تر څو د هېواد شهيدانو ته د دعا او  په افغانستان کې د د ايمي سولې لپاره په دې برکتي مياشت کې دعا وکړي . د قران عظيم الشان دغه ختم چې نن لس بجې د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې پيل شو تر غرمې يې دوام وکړ او د قران عظيم الشان  د ختم د تر سره کولو تر څنګ د هېواد د وروستيو پېښو ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او شهيدانو ته د مغفرت  دعا  او د خداى جل جلاله  له درباره د فردوس جنت  او  د ستر څښتن تعالى څخه په هېواد کې د دايمي سولې او ټيکاو غوښتنه وکړه او د افغانستان د دښمنان د نابودۍ هيله څرګنده شوه او د هېوادوالو د اتفاق او  يووالي  لپاره دعا وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته