روغتیا

په هېواد کې د کروناویروس د اخته کسانو په شمېر کې کمښت راغلی دی

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په هېواد کې د کروناویروس د اخته کسانو د شمېر د کمښت خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۲۶ تنه په دغه ویروس اخته شوي دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۶ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زرو ۷۵۹ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د دوو تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۲ زرو ۴۴۶ او د روغ شویو کسانو شمېر ۴۹ زرو ۳۴۴ ته رسېدلی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته