خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۲۳۲ نوې پېښې ثبت شوې

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۳۲ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۳۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۸ زرو ۱۳۳ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۱۹ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۹۰۲ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۷ زرو ۹۸۴ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر احمدجواد عثماني خلکو ته خبردارى ورکړ چې د کروناويروس د خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي. د ماسک اغوستل، د واټن رعايتول، د لاس ورکولو او ښکلولو ډډې کول د کروناويروس د مخنيوي په لاره کې اساسي روغتيايي لارښوونې دي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته