روغتیا

په هېواد کې ٦٢ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شول

کابل/ د زمري ٥ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٥٤٤ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي.
د هغه شمېر له مخې چې نن د دغه وزارت له خوا خپور شو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس اخته ٦٢ تنه مړه شوي او ١١٧٣ تنه نور روغ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٥٤زرو ٥٥٢ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه ٦ زره ٥٧٧ تنه مړه شوي دي .
دعامې روعتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح د لوى اختر له رارسېدو مخکې کابل ښاريانو ته په وار وار خبردارى ورکړى و چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په مقصد له تګ راتګ، روغبړ او ښګلولو څخه ډډه وکړي.
هغه وويل په تېرو٢٤ ساعتو کې د کرونا زياتره پېښې په کابل ، هرات او ننګرهار کې ثبتې شوي دي.
هغه زياته کړه په هرات کې د کرونا ١١٣ مثبتې پېښې، په کابل کې ٧٤ او په ننګرهار کې ٤٣ پېښې ثبتې شوي دي .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته