خبرونهروغتیا

په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر نږدې ٥٤زرو تنو ته ورسېد

٤٣- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٨٤ نويو مثبتو پېښو د ثبتولواود کرونا له امله د ٦ تنو د مړينې خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په افغانستان کې د کرونا د نويو پېښو په ثبتولو سره په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٣٧٧٤تنو رسېدلى دى.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې په کروناويروس٦ تنه اخته کسان مړه شوي دي چې په دې ترتيب د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ٢٣١٤تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويو کسانوشمېر ٤٤٨١٠تنوته رسېدلى دى .
د عامې روغتيا د وزارت مسوولين له خلکو غواړي چې وقايوي تدبيرونه رعايت کړي چې د دغې ناروغى د زياتې خپرېدو مخه ونيول شي.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته