امنیت

په واره کې شپيته تنه ګير شوي مسافرين وژغورل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٦
د سرپل سيمه ييز مقامات وايي چې شپيته تنه مسافرين چې د بلخاب ولسوالۍ په قم غاښى کې د واورې د ورښت له امله بندپاتي وو؛ ژغورل شوي دي.
د دغه ولايت د فوايد عامې رييس زلمي رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه مسافرين له پنجشنبې څخه را په دې خوا ګير پاتي وو او تېره شپه امن سيمې ته وليږدول شول.
ده وويل چې په دغو مسافرينوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
دغه راز د سرپل مقامات وايي چې د سختو توپانونو له امله دغه لاره تړلې ده او له خلکو څخه غواړي چې تګ راتګ ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته