فرهنګ

په ( ٢٠٢٤ ميلادي کال کې کابل د اسلامي ثقافت پلازمېنه )عالي کمېسيون د محمد طاهرزهير په مشرۍ غونډه وکړه

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن (( کابل په ٢٠٢٤ ميلادي کال کې د اسلامي ثقافت پلازمېنه) دعالي کمېسيون غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په دې غونډه کې وويل چې کابل په ٢٠٢٤ ميلادي کال کې د اسلامي فرهنګ پلازمېنه ده چې په دې برخه کې بايد د ملي اجندا په توګه کار وشي .
هغه زياته کړه: افغانستان د فرهنګي او تمدني ميراثونو ګنجينه او ذخيره ده اوموږ د تمدني اوتاريخي لرغونتيا پنځه زره کلن ميراث لرو.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست له ټولو اړوندو بنسټونو وغوښتل چې په ٢٠٢٤ کال کې د کابل د تياريو په اړه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت تر څنګ مسوولانه او په همغږى سره کار وکړي .
وروسته صاحب نظر مرادي په ٢٠٢٤ ميلادي کال کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه د کابل د کاري پلان د طرحې په اړه معلومات ورکړل او د کمېسيون غړو د دغې طرحې د موادو په باب خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
دغه راز هغوى هغه فعاليتونه چې د دوى اړوند بنسټونه يې په دې مناسبت ترسره کولاى شي بيان کړل او د خپلو زياتو همکاريو ډاډ يې ورکړ.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته