ښوونه او روزنه

په پاکستان کې افغان محصلانوخپلو لوستو ته د تگ اجازه ترلاسه کړه

کابل /د تلي ٢٦مه /باختر
پاکستان په دغه هېواد کې افغان محصلانو ته خپلولوستو ته د ستنېدو اجازه ورکړه.
څه ناڅه زرتنه افغان محصلان چې زياتره د رخصتيو د تېرولو او د خپلو کارونو د پړاونو د بشپړولو لپاره افغانستان ته راستانه شوې و، اوس پاکستان ته د تلو اود زده کړې د دوام اجازه ترلاس کړه.
په کابل کې د پاکستان سفارت په يو اعلاميه کې وويل چې افغان محصلان کولاى شي د خپلو زده کړو د دوام په خاطر د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شي.
له دغه اعلام وروسته د ننګرهارله مرکزجلال اباد ښارڅخه د باختراژانس خبريال خبرراکړ چې پاکستان ته د تورخم له لارې د محصلانو د تلوبهيرپيل شو.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته