نړۍ

په پاکستان کې د يوه اسپانوي ديپلومات ځان وژنه

 اسلا م آباد ورلد نيوز  باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
په اسلام آبادکې د اسپانيا د سفارت د قونسلي څانګې مسوول په ځان وژنې لاس پورې کړى دى.
د اسلام آباد پوليسو د دغه اسپانيايي سابقه لرونکي ديپلومات نوم چې له ٣٤ کال را په دې خوا په اسلام آبادکې ژوند کوي؛ جان جينر اعلام کړى دى او زياته کړې يې ده چې دغه ديپلومات له زياتې مودې را په دې خوا په سالنډۍ اخته و.
په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې جان جينر له ديپلوماتيکي سيمې څخه بهر يوازې ژوند کاوه او نن يې د تومانچې په ډزوسره ځان وژلى دى .
د پوليسو د څرګندونوله مخې: مړي ته څېرمه يوه تومانچه پيدا شوې ده او مړى د زياتو تحقيقاتو په مقصد روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته