امنیت

په پروان کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول شول

کابل/ د ليندۍ٩مه / باختر:
د پروان امنيتي منسوبانو پرون دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرملا اول ګل حق پرست د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د پروان د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبانو د څرخي پله د پلټنې په پوسته کې دوه کسان چې غوښتل يې ٧٨ کڅوړې چرس د يوه کرولا موټر په واسطه ننګرهار ته ولېږدوي ونيول.
ده زياته کړه: نيول شوي کسان د ننګرهار او زابل اوسيدونکي دي.
پېښِه ترڅېړنې لاندې ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته